دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۶
د مطلب کود : 273413
په بغلان کې ديوې ترافيکي پيښې له امله شپږ تنه مړه او ټپيان شول
د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په خانجان ولسوالۍ کې د یوه مازدا موټر د چپه کېدو له امله دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د بغلان د پولیسو ویاند شیر احمد برهانی افغان غږ خبری آژانس ته وویل، چې دغه پیښه پرون مازدیګر ۵ بجې د خانجان ولسوالۍ په چهارغزک ګلی کې رامنځته شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، د دې پېښې لامل د موټر تخنيکي ستونزه وه.
 
برهاني زياته کړه، چې د دې پېښې مړي او ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
تېز سرعت او د موټر چلولو د اصولو نه مراعت او غیر معیاري سړکونه تل د ترافیکي پېښو او د هېوادوالو د مرګ او ژوبلې لامل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcfymd0mw6deja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته