دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۳
د مطلب کود : 273646
د اسلامي امارت د رهبر له لوري د ترانسپورت وزارت د لسو ترحو تصویب/ د دغه وزارت پلانونه په ښار کې د ګڼې ګوڼې په کمولو کې اغېزمن تمام شوي دي
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویاند وايي چې د ځمکني ترانسپورت په برخه کې د دغه وزارت ټول لس پلانونه د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري تصویب شوي دي. هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د وزارت پلانونه د کابل ښار د ترافیکي ګڼې ګوڼې په کمولو کې ډېره مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د دغه وزارت په پلانونو کې په کابل ولایت کې د ښاري ترانسپورت د تنظیم، په بار وړونکو او ترانزیتي وسایطو کې د GPS نصبول، د هیواد په پنځو ولایتونو کې ترمینلونه جوړول، د بی اسنادو موټرونو ثبتول او  داسی نور.
 
احمدي زياته کړه، چې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د کابل ښار ټولې ١٦٠ لويې او وړې لارې څېړلې او دا اندازه يې کړې، چې پر دغو لارو څومره موټر تګ راتګ کوي او څومره مسافر لېږدوي.
 
د احمدي د څرګندونو له مخې؛ په هره لاره کې د موټرو لپاره یو ځانګړی سټیکر ویشل شوی ترڅو دوی اجازه ورنکړي چې مسافر په نورو لارو کې لیږدوي.
 
احمدي څرګنده کړه، چې وزارت د پخوانيو پرسونل سربېره په کابل ولايت کې د ښاري ترانسپورت د تنظيم لپاره ٢٠٠ نوي کسان هم ګومارلي دي.
 
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وياند وويل، چې وزارت په دې وروستيو کې ولايتي ترمينلونه د ښار له دننه څخه بهر ته لېږدولي او زياته کړې يې ده، چې ډېر ژر به د کابل په څلورو خواوو کې معياري ترمينلونه جوړ شي.
 
د احمدي د څرګندونو له مخې؛ له ښاره بهر سیمو ته د ترمینلونو لېږد د کابل ښار د ګڼې ګوڼې په کمولو کې ډېره مرسته کړې او ډېر ژر به له ترمینلونو څخه ښار ته د مسافرو د لېږد لپاره ځانګړي بسونه په فعالیت پیل وکړي.
 
د احمدي دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ترانسپورت وزارت په دې وروستیو کې د کابل ښار په دیارلسمه ناحیه کې د هېواد د مرکزي او لوېدیځو ولایتونو د موټرو لپاره نوی ترمینل پرانیست. د دغه ترمینل په پرانېستلو سره هغه موټر چې د کابل ښار له هرې برخې څخه یې مسافر وړي په یوه ځای کې راټول شوي او د پلازمېنې په دې برخه کې ګڼه ګوڼه کمه شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcdos0x9yt0596.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته