دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۴
د مطلب کود : 273851
د سوډان د ۱۰۰ ورځو په جګړه کې ۴۳۵ ماشومان وژل شوي دي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق "یونیسف" اعلان کړی چې د سوډان د جګړې په سلو ورځو کې ۴۳۵ ماشومان وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې په سوډان کې د سوډاني پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ په روانه جګړه کې لږ تر لږه ۴۳۵ ماشومان وژل شوي او تر ۲۰۰۰ زیات ماشومان ټپیان شوي دي.
 
د یونیسف په بیانیه کې راغلي دي: د ماشومانو له حقونو څخه څه باندې ۲۵۰۰ جدي سرغړونې په داسې هیواد کې شوي چې ۱۴ میلیونه ځوانان مرستې ته اړتیا لري.
 
په همدې حال کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی، چې په سپین نیل ولایت کې نږدې ۳۰۰ سوډاني بې ځایه شوي ماشومان د شري او خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.
 
همدارنګه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي وویل: "د دې وخت رارسېدلی چې دا ناورین سمدستي پای ته ورسېږي."
 
د اپریل له پنځلسمې نیټې راهیسې د سوډان د پوځ او د چټک غبرګون د ځواکونو تر منځ په خرطوم او د هغې په څنډو کې او همدارنګه په لویدیځ دارفور او د هیواد په ځینو نورو سیمو کې د واک پر سر سختې نښتې روانې دي.
 
https://avapress.com/vdcbsfb58rhbzwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته