دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۶
د مطلب کود : 273884
د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې د ایران په وړاندې ماتې وخوړه
د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې د مرکزي اسيا د اتلولۍ په درېيمه لوبه کې د ايران له ملي لوبډلې سره مخامخ شوه او ٥-١ ماتې يې وخوړه.
افغان غږ خبری آژانس: دا لوبه د چهارشنبې په ورځ د اسد په ۴مه د تاجکستان په کوربه توب ترسره شوه.
 
په دې ماتې سره د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د جدول په سر کې ایران ته لاس ورکړ او د دې اتلولۍ ګټل ستونزمن ښکاري.
 
افغانستان وروستۍ دوه لوبې له تاجکستان او ترکمنستان سره کوي.
 
د ایران په وړاندې د دغه هیواد د ملي ټیم ماتې په داسې حال کې ده چې د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هیواد د اصلي ټیم پر ځای د ایران د ۲۳ کلنو اوملي ټیم لوبغاړو په دې سیالیو کې ګډون کړی دی.
 
د افغانستان د فوټسال لوبډلې په خپلو تېرو دوو سیالیو کې د قرغزستان او ازبکستان د فوټسال ټیمونو ته ماتې ورکړې وه او د دې سیالیو د درجه بندۍ په سر کې وه.
 
د مرکزي اسیا د فوټسال کپ سیالۍ د تاجکستان په کوربه توب ترسره کېږي او د افغانستان، ایران، ترکمنستان، قرغزستان او ازبکستان د فوټسال ملي لوبډلې پکې ګډون کوي.
 
https://avapress.com/vdch6xnik23nq6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته