دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۵
د مطلب کود : 274038
په افغانستان کې جوړ شوي موټر به په دوحه کې نندارې ته وړاندې شي
په افغانستان کې د لومړي تیز رفتار موټر ډیزاینر او د "انتاب" شرکت مدیر محمد رضا احمدي اعلان وکړ چې د دغه هېواد سپورتي موټر به د روان کال د اکټوبر میاشتې په پنځمه نېټه په دوحه ښار کې نندارې ته وړاندې شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: محمد رضا احمدي پرون یکشنبه د سرطان په ۸ مه په خپله ټویټر پاڼه د یوه ویډیویي ټیپ په خپرولو سره اعلان وکړ چې د افغانستان لومړنی تیز رفتار موټر به په دوحه کې نندارې ته وړاندې شي.
 
په افغانستان کې د لومړي تیز رفتار موټر ډیزاینر او د "انتاب" شرکت مدیر محمد رضا احمدي اعلان وکړ چې د هېواد سپورتي موټر به د روان کال د اکټوبر میاشتې په پنځمه نېټه په دوحه ښار کې نندارې ته وړاندې شي.
 
نوموړي تر دې مخکې له قطري چارواکو غوښتي وو، چې په دوحه کې د نړیوالو نندارتونونو لپاره د خپل موټر د نندارې لپاره زمینه برابره کړي.
 
د ښاغلي احمدي په وینا دغه موټر کولای شي په خپلو وړتیاوو سره په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.
 
د افغانستان د غوره سپورتي موټر ډیزاینر وايي چې د دغه موټر د جوړولو چارې په پنځو کلونو کې بشپړې شوې او له انجن پرته د دې موټر ټولې ډیزاین، تولید او پرزې په افغانستان کې ډیزاین شوې دي.
 
په همدې حال کې په کابل او ځینو ولایتونو کې د محمد رضا احمدي له خوا د دغه موټر جوړېدل او پرانیستل د خلکو له تود هرکلي سره مخ شول.
 
https://avapress.com/vdcjtxe8ouqeayz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته