دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۱
د مطلب کود : 274093
اسراییلي پوځیانو بیا پر جنین برید وکړ
رسنیو خبر ورکړی دی چې د صهیونیسټ رژیم پوځیانو یو ځل بیا د لویدیځې غاړې په جنین ښار حمله کړې ده .
افغان غږ خبری آژانس: صهیونیسټان د خپلو شومو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره هره ورځ د فلسطین په مختلفو سیمو حملې کوی او فلسطینیان شهیدانوی، ژوبلوی او یا یې بندیانوی او زندانونو ته یې لیږی.
 
رسنیو خبر ورکړی دی چې پرون دوشنبه د اسد د میاشتې په نهمه نیټه صهیونیسټ رژیم د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د جنین په ښار کښې حمله وکړه او د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ د دوو فعالانو په شمول یې یو شمیر فلسطینیان ونیول.
 
له بلې خوا، عبراني رسنیو خبر ورکړی، چې نن سهار د جنین پر ښار له برید وروسته د فلسطیني مقاومت د جنګیالیو او نیواکګرو ځواکونو تر منځ وسله واله نښته شوې، چې دوی یې «باغ» بولي.
 
د دري راډيو د خبر له مخې، نن سهار د اسراييلي ځواکونو او فلسطيني وسله والو ترمنځ په نښتو کې يو فلسطينى ځوان په پښه ټپي شوى دى.
 
https://avapress.com/vdcaoynue49n0w1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته