دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۵
د مطلب کود : 274506
په پنجشېر کې د زمرد د کانونو د استخراج کار په رسمي ډول پيل شو
د پنجشیر ولایت سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د زمرد کان کیندنې د پیل خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: رسنیو د پنجشیر ولایت د کانونو او نفتو رییس محمد قاسم امیری له قوله خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د زمرد د کانونو د استخراج لپاره اړین تجهیزات ځای پر ځای شوی دی.
 
د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکيم د دغه ولايت د زمردو د کانونو د کار د پيل په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وويل، چې د دا ډول پروژو په پيلولو او د زېربناوو په رامنځته کولو سره به د خلکو د ژوندانه د ښه والي لپاره خپلې ټولې هڅې په کار واچوي. .
 
افغانستان د کمو او نادرو تخمونو بډایه کانونه لري، خو د پرله پسې ناکراریو او تړلې جغرافیې له امله تر اوسه د دغو کانونو د استخراج زمینه نه ده برابره شوې.
 
د افغانستان د پنجشیر زمرد چې له لسیزو راهیسې د جګړو او بې ثباتۍ له امله په غیر قانوني ډول کان کیندل، اوس د نړیوالې سوداګرۍ ټولنې له خوا د لوړ کیفیت او قیمتي ډبرې په توګه هرکلی کوي.
 
د اسلامي امارت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، په پنجشېر کې د زمردو شاوخوا ۷۵۰ کانونه ثبت شوي، چې ۵۰۰ یې فعال دي.
 
د سرپرست حکومت د کانونو او پټروليم وزارت د کانونو د تنظيم عمومي رييس هم څو ورځې مخکې ويلي و، چې د زمرد ٢٠٠ کانونو ته يې د فعاليت جواز ورکړى دى.
 
https://avapress.com/vdcjyxe8muqeaiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته