افغان غږ خبری آژانس - هرات: په هېواد کې د نري رنځ د ملي پروګرام مشر ډاکټر خان محمد منګل وايي چې د نړیوال وجهي صندوق له خوا د ۶۵ زره ډالرو په ارزښت د پورټ ایبل ایکسرې ماشین پیرودل شوی دی. د روغتیا انسټیټیوټ لخوا نصب او کارول کیږي.
د هغه په وينا، دغه وسيله په دوو ثانيو کې د پېژندنې لوړ ځواک لري او په نري رنځ اخته کسان به په خپلو اصلي برخو کې تشخيص او درملنه کېږي.
ښاغلي منګل همدارنګه زیاته کړه: په ورته وخت کې د اسلام قلعه په روغتیايي کلینیک کې د نري رنځ د تشخیص یوه بله وسیله هم د ۹۵ زره امریکايي ډالرو په ارزښت وپېرل شوه او نن د روغتیايي مسوولینو په حضور کې پرانیستل شوه.
په هېواد کې د نري رنځ د ملي پروګرام مشر همدارنګه زياته کړه: تېر کال په ټول هېواد کې د نري رنځ ٥٢ زره کسان تشخيص، ثبت او تداوي شوي دي.
ده زياته کړه: له دغو وسايلو څخه په استفادې سره د نري رنځ تشخيص آسانه شوى دى.
بل خوا د هرات د نري رنځ د پروګرام مشر ډاکټر عبدالرحمن احمدي وايي، تېر کال په هرات کې د نري رنځ ۲۸۰۰ ناروغان ثبت شوي او درملنه يې شوې ده.
ډاکټر احمدي همدارنګه وویل: د نري رنځ د ناروغانو تشخیص او درملنه وړیا ده او له شپږو میاشتو څخه تر یو کال پورې دوام کوي.