دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۳
د مطلب کود : 274670
اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي چې دولتي او عامه ځمکې غصب کړي
د اسلامي امارت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل ولایت د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځولو کمیسیون له غړو سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي چې دولتي او عامه شتمنۍ غصب کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل ولایت د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون له غړو سره وکتل.
 
په دې کتنه کې دوی د یاد کمیسیون د فعالیتونو په اړه د وزارت سیاسي مرستیال ته معلومات وړاندې کړل.
 
دوی وايي، څه باندې ۹۰ زره جریبه دولتي ځمکه پېژندل شوې، چې له دې جملې څخه ۵۳ زره جریبه یې له غاصبینو ازاده او دولت ته سپارل شوې او یو شمېر غاصبین څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
 
دوی د کمیسیون یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه د وزارت له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
 
د اجرائیه ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي چې دولتي او عامه شتمنۍ غصب کړي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.
 
نوموړي ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې او وړاندیزونه به له اړوندو ادارو سره شریک کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې په جمهوري دولتونو کې زورواکو او دولتي چارواکو په بېلابېلو برخو کې دولتي ځمکې غصب کړې او جوړې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdcbzab5grhbz0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته