دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 274730
د هېواد ورزشکارانو په سلو کې ۸۵ نړیوالو سیالیو کې برخه اخیستې ده
د هېواد د بدني روزنې او سپورت ریاست چارواکي وايي، افغان ورزشکاران په سلو کې ۸۵ نړیوالو سیالیو ته بلل شوي؛ ګډون کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ملت ته د دولت د راپور ورکولو د بهیر په دوام، د بدنی روزنې او سپورت ریاست مسوولینو د شنبې په ورځ (اسد ۲۱) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې غونډه وکړه او خپل یو کلن کار له رسنیو او خلکو سره شریک کړ.
 
د بدني روزنې او سپورت د عمومي رياست تخنيکي او مسلکي مدير عبدالمومن راد نن په يوه خبري ناسته کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه وويل، چې په تېر کال کې په رابلل شويو نړيوالو سياليو کې ٨٥ سلنه کورنيو ورزشکارانو ګډون کړى دى.
 
هغه زیاته کړه، په هغو سیالیو کې چې افغان استازي پکې برخه نه وه اخیستې ۱۵ سلنه یې د ویزو په ترلاسه کولو کې د ځنډ او د بودیجې د نشتوالي له امله وې.
 
په همدې حال کې د بدني روزنې او سپورت وزارت سرپرست مولوي عبدالودود حقاني په دې غونډه کې وويل چې په تېر کال کې افغان ورزشکارانو په ٤٩ بهرنيو سياليو کې ګډون کړى دى.
 
هغه زياته کړه چې د هېواد ورزشکارانو په دغو سياليو کې دوه د سرو زرو، لس د سپينو زرو او لس د برونزو مډالونه ګټلي دي.
 
ده دغه راز په کابل کې د ورزشي پروګرامونو د ښه تنظيم او پراختيا په خاطر ټينګار وکړ چې د ورزش د عمومي رياست تر څارنې لاندې دوه نوي رياستونه جوړ شوي دي.
 
حقاني دغه راز د لوبغاړو د ماښامنۍ تادیې په سیستم کې د ننګونو یادونه وکړه او ویې ویل چې خپل نوی پلان یې د صدراعظم دفتر ته استولی دی. خو تر اوسه یې یادونه نه ده شوې.
 
د حقاني د څرګندونو پر بنسټ؛ د بدني روزنې ریاست په تېر کال کې د هېواد په کچه ۳۷ ملي لوبې ترسره کړي، خو ۱۳ فدراسیونونه د اقتصادي ستونزو له امله نه دي توانېدلي چې ملي لوبې ترسره کړي.
 
هغه وويل، چې په هېواد کې تر ٣٥٠٠ زياتې کورني سيالۍ ترسره شوې دي.
 
https://avapress.com/vdcip5arut1ayy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته