دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود : 275005
د اسد ۲۸، د افغانستان د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت عمومي رخصتي اعلان شوه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شنبې په ورځ د اسد ۲۸ د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د کلیزې په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د شنبې په ورځ د اسد ۲۸ د افغانستان د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت عمومي رخصتي ده.
 
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د شنبې ورځ د اسد د میاشتې ۲۸مه چې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو له کلیزې سره برابره ده په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.
 
https://avapress.com/vdce7n8wnjh8f7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته