دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۲
د مطلب کود : 275380
په کابل کې د هوايي چلند د خوندیتوب د څارنې په اړه د ښوونیز سیمینار دایر شو
د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي چې د «نړیوال هوايي چلند د خوندیتوب د څارنې پروګرام» په اړه روزنیز سیمینار د یاد وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت په ایکس پاڼه کې چې پخوا د ټویټر په نوم پیژندل کیده لیکلي چې دغه سیمینار د هوایي ډګرونو او الوتنو د خوندیتوب د عمومي ریاست په همکارۍ په لاره اچول شوی دی.
 
دا په داسې حال کې ده چې د اسوشیېټډ پرېس خبري آژانس د راپور له مخې، د اسلامي امارت له بیا جوړېدو دوه کاله وروسته د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې ویلي چې پر افغانستان د ملکي الوتنو لپاره شرایط برابر شوي او هغه الوتکې چې لوړوالی یې له 32 زره فوټو (9753.7 متره) څخه لوړ وي کولی شي د دې هیواد په اوږدو کې الوتنه وکړي.
 
https://avapress.com/vdcaamnuw49n0e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته