دخپریدو نیټه :شنبه ۴ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۴
د مطلب کود : 275523
اقتصادي بندیزونو په افغانستان کې بشري وضعیت لا پسې خراب کړی دی
د سره صلیب نړیوالې کمیټې په افغانستان کې د روان ۲۰۱۳ کال د لومړیو شپږو میاشتو د فعالیت په راپور کې ټینګار کړی چې اقتصادي بندیزونو په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابیدو کچه "ژوره" کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه راپور له مخې چې د پنجشنبې په ورځ (۲ سنبله) خپور شو، د افغانستان ۵۵ سلنه خلک اوس مهال بشري مرستو ته اړتیا لري او په داسې یوه حالت کې سره صلیب هم مرستې کوي.
 
سره صليب په خپل راپور کې ويلي، چې په دې موده کې يې د سرې مياشتې په ٤٧ روغتيايي مرکزونو کې ٥٨١٥٤٨ ناروغانو ته چې ډېرى يې ښځې او ماشومان دي، لومړني روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي دي.
 
دغې کمېټې دا هم ویلي چې په دې موده کې یې د ۱۰۹۰۰ روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکړي او له ۳۳ روغتونونو سره یې مرسته کړې ده.
 
د سره صليب د راپور له مخې تر اوسه ۲۶ ميليونو انسانانو په روغتونونو کې روغتيايي خدمتونه تر لاسه کړي دي.
 
دغه بنسټ دا هم ویلي، چې په دې موده کې یې د افغانستان په ۱۱ زندانونو کې له ۱۲۰۰۰ څخه زیاتو بندیانو ته درې وخته خواړه برابر کړي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې دې ادارې په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې د مالي ستونزو له امله به په افغانستان کې له ۲۵ روغتونونو سره مرستې بندې کړي.
 
تر دې وړاندې یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو هم له افغانستان سره د مالي مرستو د کمېدو په اړه خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی چې د مالي مرستو کمېدل به د میلیونونو زیانمن شویو خلکو د اړتیا وړ مرستو له ترلاسه کولو ډډه وکړي.
 
له بده مرغه د افغانستان له خلکو سره د مرستې او د خلکو د ټولنیز-اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره د بسپنه ورکوونکو بنسټونو له اړتیا سره سره، له بده مرغه پر افغانستان او د اسلامي امارت د سرپرست حکومت پر وړاندې د امریکا او اروپايي متحدینو مالي او بانکي بندیزونه دوام لري. د خلکو د وضعیت په پام کې نیولو پرته.
 
په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي پخواني مرستیال پر امریکا نیوکه کړې او له افغانستانه یې غوښتي چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره دې زموږ په هېواد کې د «لوی لوبې» پروژې له تعقیبولو ډډه وکړي.
 
https://avapress.com/vdcj8ie8tuqeaiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته