دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۸
د مطلب کود : 275840
یو کس چې په پټه یې د ښځو عکسونه اخیستي ونیول شو
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند وایي؛ امنیتي ځواکونو هغه کس نیولی، چې له څو اونیو راهیسې یې په پټه په عامه ځایونو کې د ښځو عکسونه اخیست او پر رسنیو یې خپرول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپله ایکس (ټویټر) پاڼه کې لیکلي: هغه کس چې په پټه یې له څو اونیو راهیسې په عامه ځایونو کې د ښځو عکسونه اخیستي او په مجازي رسنیو یې خپرول. هغه د کابل د پولیسو لخوا ونیول شو.
 
د کابل د امنیه قومندانۍ د ویاند په وینا، دغه کس د سه شنبې په ورځ (سنبلې ۷) د کورنیو چارو وزارت د تخنیکي او مسلکي برخې د کارکوونکو له خوا نیول شوی او تر پوښتنو لاندې دی.
 
ویل کیږي چې د اسلامي امارت په جوړیدو سره د جمهوري ریاست د وخت په پرتله په کابل کې جنایي جرمونه ۸۰ سلنه کم شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcbasb5grhbzwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته