دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 275982
د افغانستان د مرکزي بانک رئیس په یوه ترافیکي پېښه کې ټپي شو
د افغانستان د مرکزي بانک ویاند حسیب الله نوري وايي، د دغه بانک مشر هدایت الله بدري د کابل - هرات پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې ټپي شوی، خو موټر چلوونکی یې وژل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د مرکزي بانک رئیس هدایت الله بدری د کندهار - هرات پر لویه لار په یوه ترافیکي پیښه کې ټپي شوی او موټر چلوونکی یې وژل شوی دی.
 
مرکزي بانک تېره شپه د سلواغې په ١٠مه اعلان وکړ، چې مولوي بدري په دې پېښه کې سخت ټپي شوى او اوس تر درملنې لاندې دى.
 
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: دغه ترافيکي پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې بدري هرات ولايت ته په لاره و او د هرات - کندهار په لويه لاره يې موټر چپه شو.
 
دا پېښه تېره ورځ د جمعې په ورځ رامنځته شوه او مولوي بدري په څرخک طیاره باندي و روغتون ته وړل شو.
 
https://avapress.com/vdcivwarrt1ay32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته