دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 276107
په کابل کې څلور تنه د غلا په تور ونيول شول
د کابل د شپږمې حوزې د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبه، سنبلي ١٣) د غلا په تور د څلورو تنو د نيولو خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس: - کابل : په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د موبايلونو د غلا په تور درې تنه نيول شوي او يو بل تن د موټرونو د غلا په تور له يوه غلا شوي موټر سره نيول شوي او دوسيې به يې اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.
 
خبرپاڼه زياته کړي چې په دې وروستيو وختو کې د اتمې ناحيې په مربوطاتو کې د امنيتي او جنايي پيښو کچه د پام وړ کمه شوې ده.
 
په همدې حال کې یو شمېر کابل ښاریان په دې وروستیو کې د ښار په ځینو برخو کې د جنایي جرمونو له زیاتوالي شکایت کوي.
 
https://avapress.com/vdciuqaryt1ayz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته