دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۲
د مطلب کود : 276318
په لغمان کې د يوې ترافيکي پيښې له امله دولسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته
په لغمان کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د کابل - جلال آباد پر لویه لار د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله دوه تنه مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لغمان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزی وایی، چې دغه پېښه پرون غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د دې ولایت د قرغیو ولسوالۍ په «قرغی» سیمه کې رامنځته شوې ده.
 
په لغمان کې د اسلامي امارت د امنیې قومندانۍ ویاند زیاته کړه، چې په دې پېښه کې یوه ښځه هم په ټپیانو کې شامله ده.
 
ده د ټولو ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
 
ښاغلي یوسفزي وویل چې دا پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ او د تیز رفتارۍ له امله رامنځته شوې ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ هم د کابل - جلال آباد پر لويه لاره د لغمان ولايت په قرغيو ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله درې تنه مړه او پنځه نور ټپيان شوي وو.
 
https://avapress.com/vdccseqi42bqm18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته