دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۵
د مطلب کود : 276491
په کندز ولایت کې د څه باندې ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو پروژو د جوړولو کار پیل شو
د کندز سیمه ییز چارواکي وايي؛ د څه دپاسه ١٧ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو کار چې ټاکل شوې ده په دغه ولايت کې څه دپاسه ٨٦٠ کورنيو ته دڅښاک پاکې اوبه برابرې کړي پيل شي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: ټاکل شوې چې د اوبو رسولو دغه شبکې په آقتاش او چهاردرې ولسوالیو کې جوړې شي.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: سيمه ييزو سرچينو ويلي دي چې د دغو پروژو د جوړولو اصلي لګښت د ملګروملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق له خوا ورکول شوى او خلکو هم لس سلنه برخه په غاړه اخستې ده.
 
https://avapress.com/vdceop8wzjh8fei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته