دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۴
د مطلب کود : 276557
یوه ښځه له ۲۵ کلونو وروسته د خپلو وروڼو له زندانه خوشې شوه
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، پولیسو د مالوماتو پر اساس د کابل ښار په لسمه ناحیه کې پر یوه کور عملیات کړي، چې په پایله کې یې یوه ښځه چې د خپلو ورونو له خوا زنداني شوې وه، خوشې شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې پولیسو د کشفي معلوماتو پر اساس د کابل ښار په لسمه ناحیه کې پر یوه کور عملیات کړي، چې په پایله کې یې یوه ښځه چې د خپلو وروڼو له خوا ۲۵ کاله بندي شوي وو، خوشې شوه.
 
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند همداراز زیاته کړه چې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ دغه ښځه د خپلو وروڼو له خوا د ۲۵ کلونو راهیسي په یوه خونه کې بنده وه او درې وخته یې د کړکۍ له لارې خواړه ورکول کېدل.
 
دده دڅرګندونو له مخې: ددغې قضيې په اړوند څلور تنه نيول شوي دي او په دې اړوند به نور تحقيقات پيل شي.
 
ځدراڼ ویلي، چې د کابل پولیسو دغه ښځه روغتون ته لېږدولي دي.
 
د ورونو له خوا د دغې ښځې د بندي کېدو لامل تر اوسه نه دی په ډاګه شوی او دا هم نه دي ویل شوي چې آیا دغه ښځه له ذهني او جسمي پلوه روغه ده او که نه.
 
https://avapress.com/vdchm-niq23nqmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته