دخپریدو نیټه :جمعه ۲۴ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۳
د مطلب کود : 276650
په غور کې ديوې ترافيکي پيښې له امله يو تن مړ او اته تنه نور ټپيان شول
ځايي سرچينې وايي، په غور ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او اته نور ټپيان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: دغه ترافیکی پیښه نن د پنجشنبې په ورځ د سنبلې په ۲۳ مه د دولینه ولسوالۍ د فیروز کوه په لویه لاره کې رامنځ ته شوې ده.
 
دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې یو مسافر وړونکی موټر له سړکه واوښت او وروسته چپه شو.
 
دغور ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالرحمن بدري باختراژانس ته وويل چې په دې پيښه کې يو تن وژل شوى او اته تنه نور ټپيان شوي دي .
 
روغتيايي سرچينې د دې ترافيکي پېښې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللى دى.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې هر کال ترافيکي پېښې ګڼ شمېر هېوادوال وژني او سلګونه نور ټپيان او معيوبوي.
 
د معیاري سړکونو نشتوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د موټر چلولو د اصولو نه مراعتول په هېواد کې د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو اصلي لاملونه بلل کېږي.
https://avapress.com/vdcbs0b5grhbz0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته