دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۱۰
د مطلب کود : 276659
د بلخ اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته بشپړ لاس رسی لري
د بلخ ولايت د عامې روغتيا رييس وايي، چې د دغه ولايت اوسېدونکي سل په سلو کې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی لري. نوموړی زیاتوي چې په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته یوازې په بلخ ولایت کې ۴۵ روغتیايي کلینیکونه جوړ شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بلخ د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله توانا چې د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په بصت پیکل کلي کې یې د یوه روغتیايي کلینک د پرانستلو په مراسمو کې خبرې کولې؛ وویل، د خلکو ټولې طبي اړتیاوې په پام کې نیول کېږي او دا مهال د بلخ اوسېدونکي سل په سلو کې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري او په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته یوازې په بلخ ولایت کې ۴۵ روغتیايي کلینیکونه جوړ شوي دي.
 
توانا وويل چې د باسط پكال لومړني روغتيايي كلينيك د چمتال او چهاربولك ولسواليو څه باندې ۷۵۰۰ كورنۍ او له لسو څخه زيات كلي تر پوښښ لاندې راولي. په دې کلينيک کې روغتيايي خدمتونه لکه: د نارينه او ښځينه ناروغانو معاينه، واکسين کول، تغذيه او د زېږون ترسره کېږي.
 
ښاغلي توانا زیاته کړه، د دغه کلینیک پر جوړولو او تجهیز څه باندې درې میلیونه افغانۍ د بلخ د عامې روغتیا او د اسلامیک ریلیف موسسې له خوا لګول شوي او په دغه کلینیک کې ټول روغتیايي خدمات خلکو ته په وړیا ډول وړاندې کېږي.
 
د عامې روغتیا د پلان او پالیسۍ وزیر ډاکټر حسن غیاثي د افغانستان ټولو خلکو ته د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د عامې روغتیا وزارت د ژمنې د څرګندولو په ترڅ کې وویل، د افغانستان د اسلامي امارت ټول مشران او مسوولین د تر ټولو کوچنۍ اسانتیاوې یې جوړې کړې او په تېرو دوو کلونو کې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې "روغتیايي مرکزونه" جوړ شوي دي.
 
همدارنګه غیاثي زیاته کړه، چې له بده مرغه په ​​تېرو دولسو کلونو کې خلکو ته هراړخیز او اساسي روغتیايي خدمات نه دي وړاندې شوي، خو اوس مهال د هېواد په ټولو ولایتونو کې د روغتیا د ټولو تر شعار لاندې باکیفیته او متوازن روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.
 
په ورته وخت کې په شمال زون کې داسلامي مرستون دمرکز مشر اجمل محب هم په دغه مرکز کې دراتلونکو دريو کلونو لپاره دخدمتونو دوړاندې کولو ډاډ ورکړ او له خلکو يې وغوښتل چې ددغه مرکز د تجهيزاتو په ساتنه کې ورسره همکاري وکړي .
https://avapress.com/vdcaminuo49n0i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته