دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۵۵
د مطلب کود : 276688
په کابل کې د غلو یوه ډله له ۹ غلا شویو موټرو سره ونیول شوه
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، د کابل د پنځلسمې حوزې پولیسو د مسلکي غلو یوه ډله له نهو غلا شویو موټرو سره نیولې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن (شنبه، سنبله ۲۵) په خپله ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د کابل د پولیسو د ۱۵مې ناحیې پولیسو د مسلکي غلو یوه ډله له ۹ غلا شویو موټرو سره نیولې ده.
 
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د غلو دغې ډلې چې شمېر يې اتو تنو ته رسېږي، د کابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه يې ٩ موټر غلا کړي وو، چې د پوليسو له پرله پسې هڅو وروسته ونيول شول او درې غلا شوي موټرونه يې د هغوى خاوندانو ته وسپارل.
 
هغه ټینګار وکړ، چې تر اوسه د شپږو نورو غلا شویو موټرو خاوندان نه دي موندل شوي، هغه ښاریان چې موټرونه یې په کابل ښار کې غلا شوي، کولای شي ۱۵ ناحیې ته مراجعه وکړي.
https://avapress.com/vdcc4eqi42bqme8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته