دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۵
د مطلب کود : 276836
له ۲۰۹ الفتح قول اردو څخه ۶۵۰ سرتېري تر پوځي زده کړو وروسته فارغ شول
په مزارشريف كې د ۲۰۹ الفتح قول اردو مسوولين وايي، چې له دغه مركز څخه ۶۵۰ سرتېري له نظامي زده كړو وروسته فارغ شول.
افغان غږ خبری آژانس - په مزارشریف کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو رئیس ارکان نقیب الله عزیزی د شنبې په ورځ (سنبله ۲۵) د دغو سرتیرو د فراغت په مراسمو کې وویل: له فراغت وروسته ستاسو د سرتیرو مسوولیت درانه کیږی او د ملي ګټو او د خلکو د امنیت د ساتل د اردو په اوږو ده.
 
هغه زیاته کړه: زموږ د هېواد پوځ مرمۍ، ټانګونه، الوتکې او پوځي تجهیزاتو ته اړتیا لري او دا شیان ستاسو د ځوانانو، کورنیو فابریکو، انجینرانو او کارګرو په لاسونو جوړېږي.
 
د ٢٠٩ الفتح قول اردو وياند صديق الله نصرت وايي، هغه سرتېري چې د ٢٠٩ الفتح قول اردو له ساحوي روزنيز مرکز څخه فارغ شوي، د هېواد په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه په شمال کې به په دندو وګمارل شي.
 
ده څرګنده کړه: په تېرو دوو کلونو کې د الفتح د ٢٠٩ قول اردو څه دپاسه درې زره تنه سرتيري په جنګي، تاکتيکي، تخنيکي، ايډيالوژيکي او فکري برخو کې له روزنيزو دورو څخه فارغ شوي دي او دا يې دريم پړاو دى.
 
د ملي اردو ۲۰۹ الفتح قول اردو د مزارشریف ښار سوېل لوېدیځ ته په ۱۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې مراسمو کې د بلخ والي، د ملي دفاع وزارت مسوولينو او نورو سيمه ييزو او مرکزي حکومتونو چارواکو هم ګډون کړى و.
 
https://avapress.com/vdchx-ni-23nq6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته