دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۳
د مطلب کود : 277004
په تېر یوه کال کې زر تنه بهرني سیلانیان د کندز له شیرخان بندر څخه هېواد ته داخل شوي دي
دکندز ولايت سيمه ئيز مسوولين وايي چې په تير يوه کال کې څه دپاسه زر تنه بهرني سيلانيان دکندز دشيرخان بندر له لارې هيواد ته داخل شوي دي چې دغه سيلانيان له اروپايي ، اسيايي او امريکايي هيوادونو څخه دتاريخي او تفريحي ځايونو د ليدو په موخه افغانستان ته راغلي دي .
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په کندز کې د قونسلي رئیس عبیدالله عبیدي طلوع نیوز ته وویل چې په تیر یوه کال کې نږدې زر تنه بهرني سیلانیان د کندز د شیرخان بندر له لارې هیواد ته داخل شوي دي چې دغه سیلانیان له اروپايي، اسيايي او امريکايي هیوادونو څخه افغانستان ته د تاريخي او تفريحي ځايونو د ليدو په موخه راغلي دي، د افغانستان سياحتي ځايونه په ځانګړې توګه تاريخي ځايونه، کلتوري تنوع، ښکلي ځايونه او د بدخشان واخان په ګډون د افغانستان طبيعي منظرو د دوی پام ځان ته اړولی دی.
 
په ورته وخت کې يو شمېر سيلانيان چې د هېواد له تاريخي ځايونو څخه ليدنې ته راغلي دی او د امنيت له ټينګښت څخه خوښي څرګندوي.
 
یو امریکایی سیلانی ایتمس وویل: «موږ به له کندز څخه اشکاشم او بیا واخان ته ځو. واخان ته د تګ لامل د هغه ځای ښکلې او طبیعي منظرې دي او خلک یې ډېر دوستانه دي.»
 
"زه په دې ډله کې یوازینی هندي ګرځندوی یم او زه د دې سفر لپاره ډیر لیواله یم،" هند او افغانستان ښه ملګري دي، کلتوري او ژبني مشترکات لري. له همدې امله زه د دې سفر لپاره ډیر لیواله یم."
 
چينايي سيلاني وويل: زما يو ستر هدف د واخان څخه ليدنه ده. ځکه واخان ډېرې ښکلې او طبیعي منظرې لري. خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د تاریخ په اوږدو کې واخان د پام وړ مقام درلود.»
 
دا په داسې حال کې ده، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو دوو کلونو کې څه باندې څلور زره خرخي سيلانيانو د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه ليدنه کړې ده.
https://avapress.com/vdcfxed0jw6dexa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته