دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۶
د مطلب کود : 277210
د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي تایلنډ ته ولاړل
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي په دوو دوستانه سیالیو کې د ګډون په موخه تایلنډ ته تللي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هېواد د فوټبال فدراسیون په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي په دوو دوستانه سیالیو کې د ګډون په موخه تایلنډ ته تللي دي.
 
د هېواد د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د فوټبال ملي لوبډله د ملي دوستانه لوبو په چوکاټ کې په ترتیب سره د سپتمبر په ۲۷ او ۳۰ نېټه د مالیزیا او چینايي تایپي له لوبډلو سره مخامخ کېږي.
 
په دغو سياليو کې د هېواد د فوټسال د ملي لوبغاړو د ګډون موخه د اسيايي هېوادونو د جام په مقدماتي سياليو کې د پياوړي ګډون لپاره د لوبغاړو چمتو کول دي.
 
https://avapress.com/vdcezf8w7jh8fwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته