دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 277229
د لوګر والي: د کانونو په استخراج سره به افغانستان پر ځان بسیا شي
د لوګر والي ضیاءالرحمن مدني د لوګر د مس عینک کان د لیدنې او د MCC شرکت له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د مس عینک کان به د افغانستان د کانونو په استخراج سره پر ځان بسیا شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوګر ولایت د رسنیو دفتر د سه شنبې په ورځ (میزان ۴) په یوه راپور کې ویلي، چې د لوګر والي ضیاءالرحمن مدنی او ورسره ملګري پلاوي یې د لوګر د مس عینک له کان، ځایونو او لرغونو سیمو څخه لیدنه وکړه.
 
  د MCC شرکت رئیس کیشوپینګ د مس عینک کان د عمومي وضعیت، په دغه کان کې د پراختیایي او ساختماني کارونو او د هغو پروګرامونو او پلانونو په اړه چې تر کار لاندې دي، هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
 
نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې د لرغونو اثارو پر ساتنې او استخراج ټينګار وکړ او ويې ويل، چې په تېرو څو کلونو کې تر ټولو ستر خنډ امنيتي ستونزې او د لرغونو اثارو شتون و، چې اوس امنيتي ستونزې هوارې شوې او د لرغونو اثارو د ساتنې او لېږد لپاره کار روان دى. د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره همغږي روانه ده
 
د ښاغلي شاپینګ په وینا، اوسمهال په کان کې پرمختیايي چارې روانې دي او د کان په شاوخوا کې د یو شمېر ساختماني او ترمیم چارې روانې دي.
 
د ايم سي سي شرکت مشر دا هم وويل، چې په راتلونکو ورځو کې به د مس عينک سړک د پخولو عملي کار پيل شي، چې زياتې اسانتياوې به ورته برابرې شي.
 
په همدې حال کې د لوګر والي ضیاءالرحمن مدني وویل چې افغانستان به د کانونو په استخراج سره په ځان بسیا شي او د دغه شرکت له مسوولینو یې وغوښتل چې د دغه کان د استخراج عملي کار ژر تر ژره پیل کړي.
 
لوګر والي همدا راز ژمنه وکړه چې د لرغونو اثارو ستونزه به د جمهوري رياست له اقتصادي مرستيال او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په همغږۍ حل کړي، ترڅو د مس عینک کان د استخراج په برخه کې هيڅ ډول عذر ونه شي.
 
ضیاءالرحمن مدني د دغه شرکت له مسوولینو هم وغوښتل چې د مس عینک کان د شاوخوا اوسیدونکو غوښتنو او ستونزو ته دې جدي پاملرنه وکړي او په یاد کان کې ذکر شوي ټول کارونه دې عملي کړي.
 
باید وویل شي، چې د لوګر ولایت د مس عینک کان په تېر حکومت کې له یوې چینايي کمپنۍ سره قرارداد شوی و. خو تر اوسه پورې د لرغونو اثارو د شتون او انتقال له امله د هغې د استخراج چارې په ټپه ولاړې دي.
 
https://avapress.com/vdcewf8wojh8fwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته