دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۱
د مطلب کود : 277247
د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د وسلو یوه زیرمه کشف شوه
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، د کابل ښار د شپږمې حوزې پولیسو د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند سیمه کې د وسلو یوه زېرمه کشف کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن (سه شنبه، میزان ۴) د کابل ښار د شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې د وسلو د یوې زړې ګودام د کشف خبر ورکړی دی.
 
ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه، چې دغه ګودام د سړک د بیارغونې پر مهال کشف شوی، چې پکې زرګونه میله سپکې او درنې وسلې، درې ماینونه شتون لري.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم د کابل پوليسو په کابل ښار کې يوه اندازه وسلې کشف کړې وې.
 
https://avapress.com/vdceef8wfjh8fwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته