دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۸
د مطلب کود : 277265
د هېواد په درېیو ولایتونو کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۱۱۸۲ تنه سرتېري فراغ شول
د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، چې په ننګرهار، کندز او هلمند ولایتونو کې ۱۱۸۲ سرتېري له مسلکي او نظامی زده کړو وروسته د پولیسو له روزنیز مرکز څخه فارغ شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ په ټولنیزه پاڼه کې یوه خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي چې په هلمند ولایت کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۳۰۰ تنه پولیس تر مسلکي او نظامی زده کړو وروسته فارغ شول.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د هلمند او نیمروز ولایتونو دغه ۳۰۰ سرتېري له دوو میاشتو مسلکي او نظامی زده کړو وروسته فارغ شول.
 
دغه وزارت همدا راز زیاته کړې، چې د کندز ولایت د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۴۶۲ تنه پولیس له مسلکي او دیني زده کړو وروسته د دغه ولایت د پولیسو په روزنیز مرکز کې د سیمه ییزو چارواکو او ملکي او نظامي مسوولینو په ګډون په یوه غونډه کې فارغ شول.
 
د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې ۴۶۲ تنه پولیس د کندز، تخار، بدخشان او بغلان ولایتونو څخه وو.
 
په ورته وخت کې د ننګرهار په ختیځ زون کې د پولیسو له اکاډمۍ څخه ۴۲۰ تنه پولیس له دوه میاشتنیو مسلکي او نظامی زده کړو وروسته فارغ شول.
 
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په ګڼو ولايتونو کې په نظامي قول اردوګانو کې د پوليسو د روزنې مرکزونه فعال دي.
 
https://avapress.com/vdcepf8wnjh8fwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته