دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 277535
۵۰۰ پولیس تر مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر يوه خبرپاڼه خپره کړې او ويلي يې دي، چې د سوېل لوېديځ زون د پوليسو له روزنيز مرکز څخه ٥٠٠ پوليس له دوه مياشتو مسلکي او تخنيکي زده کړو وروسته فارغ شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن چهار شنبه د میزان ۹ مه د دغه خبر په خپرولو سره ویلي: د دغه ولایت اداري مرستیال مولوي نور جلال جلالي د پولیسو د فراغت په مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت ویاند ذبیح الله مجاهد، د اسلامي امارت ویاند، د کندهار ولایت امنیه قومندان مولوي سمیع الله حزب الله او د دغه ولایت ملکي او نظامي مسوولینو ګډون کړی وو.
 
د دغو عسکرو د فراغت په مراسمو کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد فارغو شویو سرتیرو ته د دین او هیواد د خدمت بلنه ورکړه او له هغوی یې وغوښتل چې په ځمکه کې د الله تعالی د دین او دولت ساتنه وکړي او اسلامي امارت یې په بریا سره بریالی کړي.
 
مجاهد زیاته کړه: خلک باید د پولیسو په لیدلو کې د خوندیتوب احساس وکړي.
 
د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال مولوي نور جلال جلالي هم وویل: خدای زموږ هېواد له یرغلګرو خلاص کړی او ولس ته یې بریا ورکړې او اوس د دې وخت دی چې ولس ته د خدمت کولو لپاره لا زیاتې هڅې وشي.
 
https://avapress.com/vdcexf8wnjh8fni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته