افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د احصایې او اطلاعاتو ادارې مطبوعاتي دفتر دغه خبر خپور کړی دی او ویلي یې دي: په سراى شمالي کې د بريښنايي تذکرو د ويش د مرکز عمومي مدير وحيدالله وحيدي وويل: د تېر کال په اوږدو کې له ۹۶ زرو ډېرو کسانو ته د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پيل شوې ده.
په سراى شمالي کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکز عمومي مدير زياته کړه، چې دغه مرکز ته هره ورځ شاوخوا اته سوه کسان مراجعه کوي، چې له دې ډلې ٣٥٠ يې د بايوميټريک او پاتې نور يې د برېښنايي پېژندپاڼو د ترلاسه کولو لپاره راځي.
وحيدي وويل، چې په دې مرکز کې به د نويو برېښنايي پېژندپاڼو د وېش ترڅنګ؛ له ویش وروسته د خدماتو څانګه هم فعاله ده او د غوښتونکو لپاره خدمتونه لکه (د زیږون ثبت کول، د واده ثبت کول، د تذکرې نوي کول او مثنی) ورکول کیږي.