دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۲
د مطلب کود : 278639
د غزې په تړانګه کې ډله ییزه وژنه په بشپړه توګه د منلو وړ نه ده
د بې پولۍ ډاکټرانو ټولنه په غزه کې پر روغتون د برید په اړه د وحشت په څرګندولو سره، دا عمل "ډله ییزه وژنه" او "په بشپړ ډول د نه منلو وړ" بللی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بې سرحده ډاکټرانو ټولنې په غزه کې پر روغتون د برید په اړه د خواشینۍ په څرګندولو سره دغه عمل ډله ییزه وژنه او په بشپړه توګه د نه منلو وړ وبلله.
 
د بې پولې ډاکټرانو دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې صهیونیسټي رژیم د شنبې په ورځ «د میزان ۲۵» په غزې تړانګې کې د المعمداني په روغتون بمباري وکړه او د دغه جنایت په نتیجه کې د صهیونیسټي رژيم د خبري سرچینو په وینا په دغه روغتون کښې ۵۰۰ فلسطینیان شهیدان شول.
 
د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د غزې په تړانګه کې د المعمداني په روغتون کې د نسل وژنې له امله درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړ.
 
معمداني روغتون یا "الاحلی العربی" د غزې په تړانګه کې یو له مهمو روغتونونو څخه دی چې د غزې ښار په جنوب کې د الزیتون په ګاونډ کې موقعیت لري.
 
https://avapress.com/vdcaeanuo49n0i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته