دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۷
د مطلب کود : 278721
په ۱۴۰۱ کال کې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت په عوایدو کې ۲۲ سلنه زیاتوالی راغلي
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي چې په ۱۴۰۱ کال کې دغه وزارت ۷،۶ میلیارده افغانۍ عواید درلودل چې د ۱۴۰۰ کال په پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت سرپرست حمدالله اخندزاده په کابل کې د ترانسپورت او هوايي چلند د ملي ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وویل، چې په ۱۴۰۱ کال کې دغه وزارت ۷،۶ میلیارده افغانۍ عواید درلودل چې د ۱۴۰۰ کال په پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
 
هغه زياته کړه، چې په ١٤٠١ کال کې ٩٠ ميليونه مسافر له يوه ځاى څخه بل ځاى ته لېږدول شوي او ٨٠ ميليونه ټنه توکي د ٢٥٠ ترانسپورتي شرکتونو او ٢٢٠ زره موټرو له لارې لېږدول شوي دي.
 
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت سرپرست زیاته کړه، اسلامي امارت د اقتصادي ودې په ځانګړي ډول د ټرانسپورټ او ترانزیټ سکتور ته ځانګړې پاملرنه کړې او هڅه کوي چې افغانستان د سیمې د نښلولو په نقطه بدل کړي.
 
هغه ټینګار وکړ، موږ غواړو په هېواد کې د یو منظم ترانسپورتي او ټرانزیټ سیسټم له لارې د پانګوالو لپاره اسانتیاوې او اسانتیاوې برابرې کړو او د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره وصل کړو، څو هېواد د سیمه ییز اتصال په یوه نقطه بدل شي.
 
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت سرپرست څرګنده کړه: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت هڅه کوي چې په لنډ ممکن وخت کې هېواد د سیمه ییز اتصال په یوه نقطه بدل کړي او د هېواد په اقتصادي وده کې د یوه مهم عنصر په توګه رغنده رول ولوبوي.
 
دغه راز د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکي زیاتوي، چې په تېر یو نیم کال کې یې له ۹۰۰ څخه زیات ترانسپورتي شرکتونه راجستر کړي او له یو شمېر خصوصي شرکتونو او ګاونډیو هېوادونو سره یې تفاهم لیکونه لاسلیک کړي.
 
https://avapress.com/vdcci4qis2bqmm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته