دخپریدو نیټه :جمعه ۵ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۳۲
د مطلب کود : 279289
نتانیاهو پر غزې د ځمکني برید د وروستي پلان له لاسلیکولو ډډه وکړه
امریکايي ورځپاڼې "نیویارک ټایمز" د باخبرو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په غزه کې د ځمکنیو عملیاتو د وروستي پلان له لاسلیکولو ډډه وکړه، چې د اسرائیلي پوځ په مشرۍ چمتو شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: نيويارک ټايمز د هغو سرچينو په حواله چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، ليکلي: «د اسرائيلي پوځ قوماندې د وروستي بريد لپاره پلان چمتو کړی دی. خو نتانیاهو د ناکامۍ له ویرې د دې لاسلیک کولو څخه انکار کولو سره د اردو لوړ پوړي قوماندانان په غوسه کړي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، نن جمعه د اکتوبر په پنځمه اسراييلي ځواکونو د غزې په لويديځه غاړه کې تر محدودو ځمکنيو بريدونو وروسته د مقاومت له ځواکونو سره نښته وکړه.
https://avapress.com/vdcc4oqio2bqmi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته