دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۱
د مطلب کود : 279458
په شمالي سالنګ کې د بریښنا د توربین نصبول
د بغلان ولایت چارواکي وايي، د سالنګ په شمال کې د تونل او دهلېزونو د روښانولو لپاره د توربین نصب شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بغلان د والي ویاند مل پاسوال علم مجیدي وايي: دغه توربین د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست له خوا په شمالي سالنګ کې نصب شوی، چې له ۳۰۰ څخه تر ۴۵۰ کیلو واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.
 
د هغه په ​​وينا، د دغه توربين په واسطه د برېښنا په توليد سره به يو شمېر واړه او لوى تونلونه رڼا ولري.
 
د باختر آژانس د خبر له مخې، مجيدي زياته کړه چې د دغه توربين په نصب او ترميم يو ميليون افغانۍ لګښت راغلى، خو هغه څرګنده کړه چې د دغه توربين له نصبولو مخکې په کال کې ٤٠ ميليونه افغانۍ د تېلو او د برېښنا د توليد د ماشينونو په ترميمولو لګېدلې وې.
 
په ورته وخت کې اسلامي امارت د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې کار پیل کړی دی.
 
د اسلامي امارت د چارواکو په وینا، د سالنګونو د بیارغونې چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللي او ټاکل شوې چې دغه لویه لار به ژر پرانیستل شي.
 
https://avapress.com/vdcamonua49n0y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته