دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۴۹
د مطلب کود : 279465
د پاکستان په پنجاب ایالت کې د افغانانو یو موټر چپه شوی چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي
پاکستاني چارواکو اعلان کړی، چې د پنجاب ایالت په اټک ولسوالۍ کې د افغان کورنیو یو ټېلر د چپه کېدو له امله دوه تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د اټک د پولیسو ویاند نعیم ویلي، دغه ټریلر له پنځو افغان کورنیو سره افغانستان ته پر لاره و، چې دغه پېښه رامنځته شوه.
 
دغه چارواکي زياته کړه، چې موټر د يوه ټاير له چاودېدو وروسته ولوېد.
 
د هزاروي اټک د پولیسو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د وژل شویو کسانو هویت ۵۵ کلن سلمان خان او ۶۰ کلنه بي بي ګل نومېږي. مړي او ټپيان سمدستي روغتون ته وړل شوي دي.
 
د څلورو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
 
په همدې حال کې د ناقانونه کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان د حکومت له پرېکړې وروسته له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ ډېره شوې ده.
 
https://avapress.com/vdciq3arwt1ay52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته