دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۲۸
د مطلب کود : 279477
المیادین: امریکا د سوریې ختیځ ته نوي پوځي تجهیزات استولي
المیادین شبکې په سوریه کې پر امریکايي اډو د عراقي مقاومت له بریدونو وروسته د سوریې په ختیځ کې د «کونیکو» اډې ته د نویو امریکايي پوځي تجهیزاتو او وسلو د رسېدو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: په سوریه کې د المیادین شبکې خبریال، نن دوشنبه (اکتوبر ۳۰مه) خبر ورکړ چې په سوریه کې د امریکايي اشغالګرو په اډو باندې د عراقي مقاومت د ځواکونو له بریدونو وروسته، د سوریې په ختیځ کې د «کونیکو» اډې ته د نویو امریکايي پوځي تجهیزاتو او وسلو د رسېدو اعلان وکړ.
 
د دیرالزور ولایت په شمال ختیځ کې د ګازو په ډګر "کونیکو" کې د امریکايي اشغالګرو پوځي اډه یوه له هغو اډو څخه ده چې په دې وروستیو ورځو کې د عراق د مقاومت د ډلې له خوا د راکټي بریدونو هدف ګرځیدلې.
 
د عراق د مقاومت ډلې چې په غزې تړانګې د صهيونېسټ رژيم د حملو او د استوګنې په سيمو باندې د بمباريو او د فلسطيني ولسي وګړو د وژلو په غبرګون کښې له صهيونېسټانو سره په مقابله کښې د مستقيمې مداخلت لپاره د الاقصي په طوفاني جنګ کښې شاملې شوې دي. د فلسطین د مقاومت په ملاتړ په تیرو څو ورځو کښې په ځلونو د  امریکا د پوځ په مرکزونو حملې کړی دی چې دعراق په شمال کښې الحریر او د دغه هیواد په لویدیځ کښې د عین الاسد اډه د بې پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه شوی ده . راکټي بریدونه او سربیره پر دې په سوریه کې د امریکايي اشغالګرو اډې هم په نښه کوي.
 
نن سهار په دیرالزور کې د «العمر» د تېلو په ساحه کې د امریکايي اشغالګرو ځای د مقاومت د راکټي بریدونو له امله په نښه شو او د «المیادین» شبکې د دې برید په اړه د یوې باخبرې سرچینې له قوله ویلي، چې له برید وروسته. په سوریه کې د عمرې د تېلو په سیمه کې پر امریکايي پوځي اډه ۱۵ راکټي بریدونه شوي دي.
 
د دغه رپوټ له مخې هغه لارۍ چې د امریکې د جنګیالیو لخوا په ۷ توغندیو سره په نښه شوې وې د عراق له پولې څخه سوریې ته داخلې شوې وې او ساختماني مواد پکښې بار وو.
 
https://avapress.com/vdcbz9b5zrhbzap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته