دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۲
د مطلب کود : 279684
د زلزلې ځپلو لپاره د عمان هېواد مرستې د هرات هوايي ډګر ته ورسېدې
افغان سرې میاشتې اعلان وکړ، چې د عمان هېواد څخه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې د هرات د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د دغه ولایت هوايي ډګر ته رسېدلې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان سرې میاشتې مطبوعاتي دفتر په ایکس چینل کې یوه مقاله خپره کړې او ویلي یې دي چې په دې مرستو کې د ۲۵۵۶۰۹ عماني ریال په ارزښت خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي چې د هرات زلزله ځپلو ته وویشل شي. د دغه ولايت په هوايي ډګر کې دغې ادارې ته تسليم شول.
 
د افغان سرې مياشتې رييس مولوي مطيع الحق خالص د بهرنيو هېوادونو د بشري مرستو قدرداني وکړه او له نړيوالو موسسو او مرستندويه کارکوونکو يې وغوښتل چې د هرات زلزله ځپلو ته د سرپناه په جوړولو کې له دغه سازمان سره مرسته وکړي.
 
په هرات کې د پرله پسې زلزلو له رامنځته کېدو او د پراخو ځاني او مالي زيانونو له اړولو وروسته د مرستندويه ادارو او هېوادونو له خوا دغه ولايت ته ګڼې مرستې رسول شوې دي.
 
په دې وروستیو کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان وکړ چې په پاکستان او ازبکستان کې له خپلو ګودامونو څخه به نورې خیمې هرات ته ولېږدوي.
 
https://avapress.com/vdcbw9b5arhbz0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته