دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۳
د مطلب کود : 279992
امریکا او انګلستان یو ځل بیا د امنیت شورا له لارې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو مخه ونه ونیوله
د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو امنيت شورا يو ځل بيا په غزه کې د اوربند او د صهيونيسټ رژيم د جنايتونو د بندولو لپاره د يوه پرېکړه ليک د مسودې په تصويبولو کې پاتې راغله. ویل کیږي چې امریکا او انګلستان د نوي پریکړه لیک مسوده رد کړه.
افغان غږ خبری آژانس: CNN په ملګرو ملتونو کې د امریکا د مرستیال سفیر رابرټ ووډ له قوله ویلي: «په دې پړاو کې هیڅ توافق نشته.
 
د امنیت شورا د لسو غیر دایمي غړو یوې ډلې د دغه پریکړه لیک مسوده وړاندې کړې وه، خو د امنیت شورا دوه دایمي غړي امریکا او بریتانیا چې د ویټو واک لري، رد کړ.
 
لویدیځ قدرتونه، په ځانګړې توګه واشنګټن او لندن په غزه کې د سمدستي اوربند لپاره د هرډول پریکړه لیک سره مخالفت کوي.
 
په همدې حال کښې دصهیونیسټ رژیم د وحشیانه حملو په نتیجه کښې څه دپاسه ۳۵ زره فلسطینیان شهیدان او ژوبل شوی دی .
https://avapress.com/vdcdnn0xxyt05n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته