دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۰۲
د مطلب کود : 280363
د زړه د سوري په ناروغۍ اخته ۳۳ ماشومان د درملنې لپاره د کابل روغتونونو ته لېږدول شوي دي
افغان سرې میاشتې اعلان کړی، چې روغتونونو ته د زړه د ناروغانو د لېږلو په دوام، دې ادارې یو ځل بیا د زړه په ناروغۍ ۳۳ ماشومان د درملنې لپاره د کابل روغتونونو ته معرفي کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان سرې میاشتې مطبوعاتي دفتر په ایکس چینل کې لیکلي چې د زړه د ناروغانو د لیږلو په دوام کې یو ځل بیا د زړه د سوري په ناروغۍ ۳۳ تنه ماشومان د هیواد دوه داخلي روغتونونو ته وروپیژندل شول.
 
افغان سرې میاشتې د هېوادوالو روغتیا ته پاملرنه د دې ادارې دنده ګڼلې ده.
 
دغه رياست زياته کړه چې په تېرو ١٦ مياشتو کې افغان سرې مياشتې ټول ٢٣٨٠ ماشومان چې د زړه په ناروغيو اخته دي روغتونونو ته معرفي کړي او د هغوى د درملنې او عملياتو ټول لګښت د افغان سرې مياشتې له خوا ورکول کېږي.
https://avapress.com/vdch-vnix23n6xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته