دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۳
د مطلب کود : 280478
۷۳۵ پخوانیو چارواکو ته د معافیت کارتونه وویشل شول
د رئیس الوزرا دفتر پرون ٧٣٥ پخوانيو سياسي او پوځي چارواکو ته چې هېواد ته راستانه شوي دي د معافيت کارتونه ويشل.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د «افغان شخصیتونو د ارتباطاتو کمیسیون» له جوړېدو راهیسې، د پخوانی حکومت ۷۳۵ پوځی چارواکو ته د معافیت کارتونه ورکړل شوی دی.
 
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغو کسانو ته چې په دې وروستيو کې د چهارشنبې په ورځ (د عقرب ٢٤مه) د طالبانو د تماس کمېسيون له لارې هېواد ته راستانه شوي وو، د معافيت کارتونه وويشل شول.
 
د ارګ په خبرپاڼه کې دغه راز هېواد ته د راستانه شویو کسانو په حواله ویل شوي، چې دوی د «منفي تبلیغاتو» له امله له هېواده وتلي، خو اوس په افغانستان کې «د ورورګلوۍ فضا» ده.
 
د کمیسیون د دارالانشا رئیس مولوي ذاکر د «مصونيت کارتونو» د ویش په مراسمو کې وویل چې د تیر حکومت چارواکو ته د معافیت د کارتونو ویش د «اسلامي امارت د نیک نیت ښودنه کوي» او هیڅوک به د کار کولو لپاره نه ځورول کیږي. 
https://avapress.com/vdcef78wvjh8vei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته