دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۶
د مطلب کود : 280487
له پاکستان څخه راستنېدونکو افغان کډوالو ته د ترکيې د مرستو کڅوړې به ډېر ژر ورسېږي
په کابل کې د ترکيې نوي سفير سنک اونال د افغان سرې مياشتې له رييس سره په کتنه کې اعلان وکړ چې د ترکيې د مرستو بستې افغانستان ته په لاره دي او له رارسېدو وروسته به يې له پولې سره نږدې پر راستنېدونکو کډوالو ووېشل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن پنجشنبه (د عقرب ۲۵ مه) د افغاني سرې میاشتې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دې ادارې رئیس مولوي مطیع الحق خالقي په کابل کې د ترکیې له سفیر سره وکتل. 
 
په دې کتنه کې د افغانستان د سرې میاشتې ادارې سرپرست ښاغلي اونل ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ترکیې او افغانستان د خلکو تر منځ اړیکې د تاریخي اسلامي ورورولۍ پر بنسټ ولاړې وبللې.
 
هغه وویل، ترکیې په تېرو دوو کلونو کې له افغانانو سره تر بل هر چا زیاته مرسته کړې او په سختو حالاتو کې یې له افغان سرې میاشتې سره همکاري کړې ده.
 
هغه د بشري مرستو په برخه کې افغانستان ته د ترکیې له پاملرنې ځانګړې مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې د ترکیې همکاري د افغاني سرې میاشتې لپاره ډېره مهمه ده.
 
په دې کتنه کې په افغانستان کې د ترکیې سفیر سینک اونال افغانستان ته د دوی له راتګ څخه خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د ترکیې هېواد بشري مرستې به له افغاني سرې میاشتې سره په همغږۍ په افغانستان کې تنظیم کړي.
 
هغه زیاته کړه: د ترکیې د مرستو یو بل اورګاډی هم افغانستان ته راورسېد او له رسېدو وروسته به د افغاني سرې میاشتې په همکارۍ د پاکستان پولې ته څېرمه په راستنېدونکو کډوالو ووېشل شي.
https://avapress.com/vdcev78wfjh8vei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته