دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۱۹
د مطلب کود : 280688
په فرانسه کې زرګونو کسانو په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه
د فرانسې په زرگونو خلکو د شنبې په ورځ په غزې تړانگه کې د فلسطینیانو په ملاتړ او د «سمدستي اوربند» د رامنځ ته کیدو په خاطر مظاهرې وکړې.
(افغان غږ خبری آژانس: د یورو نیوز د راپور له مخې، په دغه مظاهره کې ګډونوالو د فرانسې له حکومت څخه د اوربند د ټینګښت لپاره د لا زیاتو هڅو غوښتنه وکړه. په پاریس کې د شنبې ورځې په مظاهره کې یو شمېر کیڼ اړخو سیاسي مشرانو او د سوداګرو د اتحادیې مشرانو برخه اخیستې وه.
 
د راپورونو له مخې، د پاریس له مظاهرو سربیره د لیون، مارسیل، تولوس، نیس، سټراسبورګ او رینس په ښارونو کې هم د فلسطینیانو له حقونو څخه د دفاع په موخه لاریونونه وشول.
https://avapress.com/vdch6vni623n6-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته