دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۰۴
د مطلب کود : 280800
تر ۸۰۰ ډېر افغان کډوال له ترکیې څخه وایستل شول
د ترکیې حکومت اعلان کړی، چې ۸۲۶ افغان کډوال یې د استوګنې له رسمي اسنادو پرته له هېواده ایستلي دي.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: دغه پناه غوښتونکي له نیول کیدو وروسته هوايي ډګر ته یوړل شول او په ۴ الوتنو کې بیرته افغانستان ته راستانه شول.
 
ترکي ویلي دي چې د بې اسنادو کډوالو د ایستلو بهیر ته به دوام ورکړي.
 
تر دې مخکې ترکیې سلګونه افغان کډوال له دغه هېواده ایستلي وو.
 
د پاکستان له خوا له دغه هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو له پرېکړې وروسته ترکیې هم دغه بهیر ته زور ورکړی، نامناسب او د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی چې له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
https://avapress.com/vdcdzz0xzyt0jj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته