دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۴
د مطلب کود : 281139
په دايکنډي او فارياب ولايتونو کې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې ١٩ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د فارياب سيمه ييز چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله څلور تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي. له بلې خوا د دایکنډي ولایت سرچینې خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله دوه تنه وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د فاریاب ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، دغه پېښه پرون یکشنبه د قوس په ۵ مه سهار وختی د کوتل کبتر خان پر لاره هغه مهال رامنځته شوه، چې یو سراچه ډوله موټر له سړکه واوښت.
 
د فارياب ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي شمس الدين محمدي وويل: په دې ترافيکي پيښه کې څلور تنه مړه او شپږ تنه نور ټپيان شول.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: ددغې پيښې په قربانيانو او ټپيانوکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
 
د فارياب ولايت روغتيايي سرچينې وايي چې د دې پېښې د دوو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
 
له بلې خوا د دایکندي ولایت سرچینې خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله دوه تنه مړه او اووه نور ټپیان شوي دي.
 
د دايکنډي د امنيې قوماندانۍ وياند غلام علي جاوېد وويل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې د دايکنډي ښار د "سپيدينو" په کلي کې هغه مهال رامنځته شوه، ډوله موټر چې ۱۲ تنه سپاره وو د واده د مراسمو په لور روان وو.
https://avapress.com/vdcjtve8huqeovz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته