دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 281345
د زړه په ناروغۍ ۳۱ ماشومان د درملنې په موخه د کابل دوو روغتونونو ته لېږدول شوي دي
د افغان سرې میاشتې ټولنه وايي، د زړه په ناروغۍ اخته ۳۱ ماشومان یې د جراحي لپاره د کابل دوو روغتونونو ته لېږدولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه دفتر د معلوماتو له مخې د دغو ناروغانو د درملنې او عملیاتو ټول لګښتونه د افغان سرې میاشتې ټولنې له خوا ورکول کیږي.

د افغان سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی، چې ۲۵۵۶ ماشومان یې د درملنې لپاره د دغه مرکز روغتونونو ته لېږدولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان طبي مرکزونه د زړه د ناروغۍ د درملنې وړتيا نه درلوده؛ له همدې امله د افغان سرې میاشتې ټولنې له خوا د جرمني د سولې کلي په همکارۍ د زړه په ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته واستول شول.

د يادونې وړ ده چې د زړه سوري يو له هغو ناروغيو څخه ده چې د نړۍ په ډېرو کمو هېوادونو کې يې درملنه کېږي.
https://avapress.com/vdci5zarwt1avp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته