دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۰
د مطلب کود : 281383
په نیمروز ولایت کې د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د صابون د تولید شرکت پرانیستل شو
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د صابون د تولید یوه کمپنۍ پرانیستله.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د نیمروز ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس ملا فضل محمد فضلي د ځان بساينې لپاره د هڅو په اړه خبرې وکړې. 
 
ده زياته کړه: کورني شرکتونه د هېواد په اقتصاد او خودکفايي کې مهم دي او دغه رياست تل هڅه کوي چې له کورنيو توليداتو څخه ملاتړ وکړي. نوموړي له سوداګرو وغوښتل چې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: دغه شرکت په ٢٤ ساعتو کې د ٥ ټنه صندقونو د توليد ظرفيت لري چې لومړنۍ پانګه يې ١٥٠ زره امريکايي ډالره ده.
 
دغه راز د دغه شرکت په پرانیستلو سره ۳۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
https://avapress.com/vdcaa6nue49nae1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته