دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۲۱
د مطلب کود : 281517
د دايکنډي د احصايې او اطلاعاتو رييس په يوه ترافيکي پيښه کې ووژل شو
د دايکنډي سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د احصايې او اطلاعاتو رييس محمد الهام اغا تېره ورځ (شنبه د قوس په ١١مه) د دې ولايت په پاتوي ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ساه ورکړه.
افغان غږ خبری آژانس: سرچینې وایی چې په دې پېښه کې درې نور کسان ټپیان شوی دی.

د دایکندي د اطلاعاتو او کلتور رئیس سید مصطفی صالح رسنیو ته وویل، دغه پېښه تېره ورځ سهار شاوخوا لس بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې د دوی یو موټر د پشتو ولسوالۍ په کوتل تمزان کې له سړکه واوښت او چپه شو.

د دايکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ رييس زياتوي، چې ټپيان روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

د دایکندي سیمه ییزو چارواکو د دې پېښې د لامل په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي په دایکندي کې د ډېرو ترافیکي پېښو لاملونه بلل کېږي.
https://avapress.com/vdcjvve8auqeoiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته