دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۵۳
د مطلب کود : 281574
په بامیان ولایت کې یو ښوونځی پرانیستل شو
د باميان د پوهنې رياست د باميان په مرکز کې د دهن آهنگران ښوونځي چې د UNHCR له خوا جوړ شوى، د فعاليت خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت د پوهنې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بامیان ولایت په مرکز کې د دهن آهنگران ښوونځی د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ادارې له خوا په دوو ودانیو او پاخه او اساسي ډول جوړ شوي.

د باميان ولايت د پوهنې رئيس مولوي رحمت الله "قنديلي" د دغه ښوونځي د پرانستلو په مراسمو کې وويل: د علومو زده کړه د جهل له کندې څخه د وتلو يوازنۍ لار ده او د مناسب ځای او سرپناه په نشتوالي کې زده کړه ناشونې ده. 

ده همداراز زیاته کړه: د خوښۍ ځای دی چې د دهن آهنگران ښوونځی له ټولو اسانتیاوو سره جوړ شوی او د هېواد بچیان په ارامه ذهن خپلو درسونو ته دوام ورکوي.

د باميان د پوهنې د رييس په وينا، دغه ښوونځى ١٢ درسي ټولګي، څلور دفتري خونې، د لمريزې برېښنا سيسټم، د اوبو څاه، احاطه دېوال، شنه ساحه او د لوبو ميدان لري.
https://avapress.com/vdccmsqi02bq4p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته