دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۱۲
د مطلب کود : 281705
د ګلبهار-پنجشیر بند پر جوړولو د انرژۍ او اوبو وزارت ټینګار
د اسلامي امارت د انرژی او اوبو سرپرست وزیر د ګلبهار- پنجشیر بند له ساحې څخه لیدنه وکړه او ویې ویل چې دغه بند د څښاک د اوبو په عرضه کولو او د بریښنا په تولید کې مهم رول لوبولی دی او وزارت یې هڅه کوي چې د دغه بند د جوړولو لپاره زمینه برابره کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور پروان ولایت ته د سفر پر مهال د ګلبهار بند له سیمې څخه لیدنه وکړه.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر د اوبو د مدیریت، د څښاک د اوبو رسولو او د برېښنا د تولید په برخه کې د ګلبهار-پنجشیر بند اهمیت ته اشاره وکړه.

ملا عبداللطیف منصور یادونه وکړه چې د اوبو او انرژۍ وزارت مشرتابه هڅه کوي چې د دغه بند د جوړولو لپاره زمینه برابره کړي.

په ورته وخت کې د پروان والي هم د انرژۍ او اوبو وزارت له کړنو څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په پروان ولایت کې د پروژو د تطبیق په برخه کې به د انرژۍ او اوبو وزارت له سرپرست سره همکاري وکړي.

د یادولو وړ ده چې د ګلبهار- پنجشیر بند د ۴۹۰ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو او ۱۱۶ میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري او د ۷۰ زره هکتاره کرنیزو ځمکو د خړوبولو زمینه برابروي.
https://avapress.com/vdciuzarwt1avy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته