دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 282043
د نيمروز روغتيايي مرکز د پنځوس زره امريکايي ډالرو په ارزښت تجهيزات ترلاسه کړل
د نیمروز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت روغتیايي مرکزونو ته د پنځوس زره ډالرو په ارزښت طبي او غیر طبي وسایل وېشل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د نیمروز ولایت د عامې روغتیا رئیس عبدالرحمن عبدالله وایي، د دغه ولایت له ولایتي روغتون او ولسوالیو سره د پنځوس زره امریکايي ډالرو په ارزښت طبي او غیر طبي تجهیزات مرسته شوې ده. 

داسلامی امارت دغه چارواکی وایی چې ددغه ولایت په روغتیایی مرکزونو د دغو مرستو په ویشلو سره به د نیمروز د اوسیدونکو ډیرې ستونزې هوارې شی .

دا مرستې په داسې حال کې په نیمروز کې پر روغتیايي مرکزونو وېشل کېږي چې نړیوالو موسسو له روغتیايي برخې سره مرستې کمې کړې دي.

تېره ورځ د غزني د مالستان ولسوالۍ اوسېدونکو، چې په بهر کې ژوند کوي، د يوه روغتيايي مرکز لپاره سامان الات پېري.
https://avapress.com/vdceew8wxjh8v7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته